په ژوندی پڼه خپرونه
    ترکيه

    ترکيی دبرتانيا دپارلمان وکيل ځوی چې داسلامي دولت سره ديوځای کېدو علاقه لرله، له هېواده شړلی دي

    © AP Photo/ Lefteris Pitarakis
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 2621

    ترکې مقاماتو ۲۱ کلن وحيد احمد چې دسورئي سره په پوله کې نيول شوی و، دسی شنبی په ورځ له ترکيي څخه وشړل شو. نوموړی دانګلستان دراجديل شکيلا دښاري شورا دوکيل احمد ځوی و.

    احمد داپريل په لومړۍ نيټه دترکيي سهيل د هاتای په ولايت کې نيول شوی و. دی دبرتانيا په نهه کسېزه ډله کې وو، چې په ناقانونه توګه ئې غوښتل دسورئي دپولې تيرسي ، او د«اسلامي دولت» ترهګرۍ سازمان سره يوځای سي. تول نيول شوي کسان پخپلو کې سره ځپلوان ول. ددوی په منځ کې څلور ماشومان هم شامل ول. د «اندلس» اژانس خبر ورکوي، دقانوني اجراتو وروسته، احمد  دترکيي دسهيل لويديځ د دالامان دهوائي ډګر څخه بیرمینگهام ته واستول سو.

    دنړۍ د اتيا هيوادونو وګړي په عراق اوسوريه کې د«اسلامي دولت په لېکو کې جنګيږي، چې له دې جملې څخه يواځې  ۵۰۰  تنه دبرتانيا وګړي دي. اکثرا دترکيي له لارې سوريي او عراق ته تللي دي. ترکيه وائي ددغو بهرنيانو دنيولو دپاره اړينه ده ، لويديځ دوی ته معلومات په واک کې ورکړي.  

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی