په ژوندی پڼه خپرونه
    سایبری.امنيت

    امريکا دسايبري حملودجبرانولو توان نه لري

    Ruslan Grumble
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 4211

    دامريکا متحده ايالات ددې توان اوقابليت نه لري، ترڅو دسايبري بريدونو ته ځواب ووائي.

    دامطلب دسايبري امنيت په چارو کې دامريکا متحده ايالاتو ددفاع وزيرايشتون کارتر  سلاکارايريک روزنباک څرګند کړی دي. د روزنباک په خبره ،حتی که داواقعيت په نظر کې ونيسو ،چې دامريکا متحد ايالات پر خپل دښمن سايبري دحملې امکانات هم لري ، خو پردوی باندې بايد حمله ترسره نه کړي، داځکه چې دښمن متقابله حمله تر سره کوي.  او دا دامريکا متحده ايالاتو دپاره لوی ګواښ دي.« زه له دې کبله ډيرپه انديښنه کې يم، چې موږ تر کومې کچې زيانميدونکې يو، او که وروسته څوک زموږ دکړنلارې او بيلګې څخه استفاده وکړي، او هڅه وکړي هغه امريکا ته وښيئ او زموږ شبکې راشنډولای سي،  او له کاره ئي  باسي  »دامطلب اسوشیتيدپرس اژانس دامريکا متخد ايالاتو دسنا مجلس دپوځي کميټې په استماعيه غونډه کې دسیشنبي په ورځ،  دريزنباک دوينا څخه راخيستی دي.

    «نوله دې کبله زه باور لرم چې موږبايد داحتياط څخه کاواخلو، او ددغو پيښو څخه مخنيوی وکړو ».دامطلب نوموړۍ څرګند کړ. ده زياته کړه، چې په راتلونکې اونۍ کې پنتاګون دسايبير څخه دامنيت په موخه نوی ستراتيژي اعلانوي.

    دنوی پروګرام له مخې اړوند مقامات، پلان لري ، نوی متخصيصين دلوړې تکناوژي  دپاره په دنده وګماري.  دروان ميلادي کال دفبروري په پيل کې روښانه شوه، چې دامريکا متحده ايالاتو دسايبري امنيت په موخه په ۲۰۱۶ کال کې ۱۴ مليارد ډالر بیل کړي دي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی