په ژوندی پڼه خپرونه
    يمن

    په يمن کې د «القاعده» مشر وژل شوی دي

    © AP Photo/ Hani Mohammed
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 2811

    دعرپي ټاپووزمې د «القاعده» دترهګرۍ سازمان، دخپل معنوي مقام لوړ پورې کس ابراهيم ال روبايشه دوژلو خبر ورکړی دي.

    نوموړی ديمن په جنوبي ساحل کې  دامريکائي بې پیلوټه الوتکو په بمبارۍ کې وژل شوی دي.

    ددغه خبر سره سم، په همدغه هوائي بريد کې ددغې ډلې څو فعالين، چې د «القاعدي» ډير خطرناک کسان ول، وژل شوي دي. ديادونې وړده چې امريکائي سرچينو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

    دغه ۳۵ کلن، چې دسعودي عربستان تبعه و،  د  2001-2006 کلونو ترمنځ د ګوانتانامو په زندان کې بندي و، له بند څخه تر خوشي کېدو وروسته ، يمن ته لاړ، او د«القاعده» سره يوځای سو.

    دده پر سر 5.000.000 دالر انعام ايښودل شوی وو، کچېرې څوک دده په اړ معلومات اړوندې ادارې ته ورکړي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی