په ژوندی پڼه خپرونه
    دپيسونړيوال صندوق

    عراق دنړيوال وجهې صندوق څخه دمرستي دغوښتني پر موضوع غور کوي

    © AP Photo/ Jose Luis Magana
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 4521

    دعراق مقامات ، په هيواد کې دبيړنيو مالې اړتياو له کبله ښائي دپيسو نړيوال (صندوق) ته مراجعه وکړي، او دمرستي غوښتنه ترې وکړي. دامطلب دعراق دماليي وزير هوشیار زیباری څرګند کړی دي.

    « موږ تر اوسه پورې په دې اړه پرېکړه نه ده کړی، خو زه فکر کوم چې دپيسونړيوال صندوق  چمتو دي، زموږملاتړ وکړي. دوی دالازم ګڼي، چې حکومت دبې ځايه لګښتونو څخه ډډه وکړي.» دامطلب رويټرزاژانس دعراق دماليي وزير له قوله ورکړی دي.

    دزيبارې په خبره سږکال دبودجې کسر ۲۵ مليارد ډالرو ته رسيږي. ده وويل چې بودجه ديو بيرل تيلود۵۶ ډالرو دبيي پراساس جوړه شوی ده.

    د ۲۰۱۴ کال داوړي راهیسي دتيلو قيمتونه دوه چنده کم شول ـ یعني د ۱۱۰ ډالرو څخه ۵۹ ډالرو ته راټیت شول، (يوبيرل تيل). او سږکال  د Brent ديوبيرل تيلو بيه ۴۵ ډالرو ته راټيټه شوه. کارپوهان دتيلو ارزانه بيه، دتيلو په بازارونو کې دتيلو زياتوالی په ګوته کوي.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی