په ژوندی پڼه خپرونه
    حسين دهقان

    ايران د نآټو پر ضد، دهند، چين، اوروسيي ترمنځ داتحاد غږ کړی دي

    © REUTERS/ Sergei Karpukhin
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 8111

    دايران ددفاع وزيرحسين دهقان، د ناټو پرضد، چې دختيځ پر لور دپراختيا هلې ځلې کوي، او ددې ترڅنګ دتوغندې ضد مدافعوي سيستم ځای پرځای کوي، دايران، هند، چين، اوروسيي ترمنځ دپوځي همکاريو دپراختيا وړانديز کړی ډي.

    دايران ددفاع وزير دغه څرګندونې  په مسکو کې  دامنيت په څلورم نړيوال کنفرانس کې څرګند کړ. دايران ددفاع وزير  پرهند، چين، اوروسيه باندې  دفعالو همکاريو ږغ وکړ. ده وويل چې په پيل کې په دې اړه سلا مشورې تر سره سي.

    په دغه کنفرانس کې ددهقان دوينا زیاته برځه دسعودي عربستان او له ترهګرو څخه ددغه هيواد دملاتړپه اړه وه. نو له دې کبله دايران ددفاعي چارو وزير وويل چې ددِغو ډلو ګواښ اوس افغانستان، شمالي قفقاز، منځنی اسيا، هند، دچين لويدېځ، او اروپا ته غځيږي.

    دايران ددفاع وزير دخپلې وينا په ورستۍ برخه کې وويل: چې اړېنه ده، دايران، هند، چين، اوروسيي ترمنځ پوځي همکارې فعاله سي، ترڅو وکولای سو،  ختيځ ته دناټو دپراختيا او دتوغنديو ضد سيستم دځای پرځاي کېدو مخه ډب کړو.  

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی