په ژوندی پڼه خپرونه
    اوکراين

    امريکائي پوځيان، داوکراين پوځيانو ته، دپوځي ښوونې اوروزنې په موخه اوکراين ته رسيدلي دي

    © Sputnik/ Mikhail Parhomenko
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 4302

    دامريکا متحده ايالاتو ۳۰۰ ديسانت نن اوکراين ته راورسيدل، دغه امريکائي پوځيان به اوکرايني پوځيانو ته پوځي ښوونه اوروزنه ورکوي. دامطلب نن په اوکراین کې دامريکا متحده ايالاتو سفير جفري پايت څرګند کړی دي.

    ددې ترڅنګ اوکرايني مقامات، اوکراين ته ،تر سلو زيات  دکاناډائي پوځيانو راتګ ټه انتظار باسي. داسي ويل کيږي چې دغه پوځيان به څو کاله په اوکراين کې پاتې سي.

    .امريکائي پوځيان لووف  ته راغلي دي،  دوی به دلووف ولايت په تعليمي مرکز کې اوکرايني پوځيانو ته پوځي تمرينونه ، ښوونه،اوروزنه ورکوي. دامطلب ريانووستي ورکړی دي.

    . تردې مخکې معلومه شوه، چې کاناډا به ۲۰۰ پوځي تمرين ورکوونکې يا ښوونکې اوکراين ته وليږي دامطلب دکانادا دصدراعظم ستيفن هارپر مطبوعاتي دفتر خپور کړی دي.

    دکانادا مقامات وائي چې دوی نيت کړی ، دکيف سره مرسته وکړي « دهغه هيواد دامنيت، ځپلواکۍ، اوثبات دپاره ».داسي ويل کيږي ، چې دکاناډا پوځيان به په کيف کې دڅو کلونو دپار پاتې سي — تر2017 کال پورې —او دوی به داوکراين اوپوليند پولې ته څېرمه په يو پوليګون کې ځای پرځای سي  

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی