په ژوندی پڼه خپرونه
    بریکس

    د (بريکس ) نوی بانک دجولای په مياشت کې په کارپيل کوي

    © Sputnik/ Alexei Druzhinin
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 4511

    د (بريکس) ټولنې دماليي وزيرانو پخپله لومړنۍ غوڼده کې، چې دروسيي په مشرۍ جوړه شوی وه، دنوۍ بانک په جوړولو موافقه وکړه. دغه بانک بايد دبريکس هيوادونو تراصلي غونډې مخکې چې دجولای په ۹-۱۰ نيټه دروسيي د (وفا)په ښارکې جوړيږي، جوړاوپه فعاليت پيل وکړي. دامطلب دروسيي دماليي وزير انتون سييلوانوف څرګند کړ.

    ده وويل « موږ دخبرو اترو په لړ کې دبريکس بانک دجوړلو په اړه موافقه وکړه. دجولای په ۹-۱۰ نيټه دبريکس سرمشريزه غونډه جوړيږي او دغونډې تر پرانستلو مخکې بايد بانک جوړسي. موږ ددغه بانک دجوړولو دپاره په يو قانونې چوکاټ خبري کړي دي. موږ موافقه وکړه، چې په دغه موده کې بايد دبريکس په تولو غړو هيوادونو کې دبانک دجوړلو موافقه تصويب سي».«دبانک عامل مدير بايد وټاکل سي.او مشرۍ ئي دهند له لورې وسي»  دامطلب ده څرګند کړ. ددې ترڅنګ دخبرو اترو په لړکې د «اسعاروپولای» دجوړولو په اړه هم خبري شوي دي. روسيي دبريکس هيوادونو دپرمختيائي بانک دجوړلو موافقه دمارچ په نيمائي کې تصويب کړل. دغه موافقه د ۲۰۱۴ کال دجولای په ۱۴ نيټه دبريکس په شپږمه غونډه کې په برازيل کې لاسليک شوه.  روسيه داپريل له لومړۍ نيټي، ديوکال دپاره د بريکس(BRICS) دغړو هيوادونو مشرۍ کوي.  روسيه دغه مشرۍ دبرازيل څخه چې يوکال ئي ددغې ټولنې مشرۍ کوله، ترلاسه کړی ده

    دبريکس په اقتصادي ټولنه کې برازيل، روسيه، هند، چين، او جنوبي افريقا هيوادونه ګډون لري،

    دبريکس دبانک لومړنۍ پانګه ۱۰۰ مليارد ډالره ټاکل شوی ده نوی پرمختيائي بانک به دبريکس په هيوادونو کې دزيربنائي پروژو او دانکشافي پروژو دپراختيا لګښت تامينوي. اوددې ترڅنګ به دمخ پر ودې هېوادونو سره هم مرسته کوي  

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی