په ژوندی پڼه خپرونه
    بارک اوباما

    اوباما دسعودي عربستان دباچا سره ديمن پر مسئلې خبري کړي دي

    © Sputnik/ Sergey Guneev
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 2101

    دامريکا متحده ايالاتو جمهوررئيس بارک اوباما او دسعودي عربستان باچا سلمان بن عبدالعزیز آل سعود ټيلفوني خبري کړي دي. دخبرو اترو په لړ کې ديمن دکړکيچ په اړه خبري شوي دي. دامطلب دسپينې ماڼۍ په رسمي سايت کې ځپور شوی دي.

    « ولسمشر اوباما دباچا سلمان بن عبدالعزیز آل سعود سره، ديمن دورستيو پيښو په اړه خبري وکړي.ولسمشر او دسعودي باچا ديمن په اړه دملګرو ملتونو دامنيت شوراپر پرېکړي، چې په دې ورستيو وختونو کې تصويب شول، هم خبري کړي دي.دوی همداشان په یمن کې دسياسي بهير دانتقال دپيلولو،په اړه خبري کړي، اوپرتعقيبولوئې ټينګار وکړ. »دامطلب دسپينې ماڼۍ په بريشنا پاڼه کې راغلی دي.

    دسعودي عربستان هوايي ځواکونو د بحرين، قطر، کويټ، عربي متحده اماراتو، په ملاتړ دپنجشنبي په ورځ دمارچ پر ۲۶ نيټه د «پرېکنده توپان » تر نامه لاندې د «انصارالله » دياغيانو پر ضد چې په يمن کې ئي زياته خاوره ولکه کړی ده، عمليات پيل کړل. دعربي اييتلاف سره مصر ، اردن، مراکش، پاکستان اوسوډان هم يو ځای شول. دعملياتو موخه;د (حوثي)شيعه ياغيان او د علی عبدالله صالح، پلويان بايد قانوني واک ولسمشرعبد ربه هادی او دهغه حکومت ته وسپاري، کوم چې نوموړی ديوې کودتا په ترځ کې، له واکه ګوښه شو.  ديمن ولسمشر هادي اوس دهيواد نه بهراوسي

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی