په ژوندی پڼه خپرونه
    عراق- دامريکا متحده ايالاتو بيرغ

    دامريکا متحده ايالاتو په عراق کې پر کنسلګرۍ برېد غندلی دي

    © AP Photo/ Khalid Mohammed
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 1901

    واشنګټن په اربيل کې دامريکا متحده ايالاتو پر کونسلګرۍ بريد په کلکه غندلی دي، او وائي چې دترهګرۍ ضد جګړه کې به دعراق ددولت سره خپلو همکاريو ته دوام ورکوي. دامطلب دجمعي په ورځ دامريکا متحده ايالاتو دبهرنيو چارو وزارت په یادښت کې راغلی دي.

    « دامريکا متحده ايالات په اربيل کې، ددغه هيواد پر کنسلګرۍ باندې دموټربم چاودنه، چې يوشمير بېګناه انسانان ووژل شول، په کلکه غندي. موږ دوژل شوو او ټپيانوکسانو کورنيو ته ځپله خواخوږي او ډاډګيرنه وړاندې کوو.» — دامطلب ددغې ادارې رسمي استازې ماری هارف څرګند کړی دي.

    دې هم په بغداد کې دترهګرۍبريد دقربانيانو کورنيو ته ځپله خواخوږي او ډاډګيرنه وړاندې کړه « دامريکا متحده ايالاتونه دعراقي کردانو، او عراقيانوڅخه ، چې ددغو بريدونو پر ضد په کلکه مبارزه کوي، خپل ملاتړ ته دوام ورکوي، ترڅو خپل وروستي هدف ته چې د «اسلامي دولت»له منځ وړل دي ورسيږو». دامطلب په يادښت کې راغلی دي.

    دعراق په شمال کې دعراقي کردانو،  داربيل ولايت په پلازمينه دانقوا په سيمه کې دجمعي په ورځ دامريکا متحده ايالاتو د کنسلګرۍ پر ودانۍ د موټر بم چاودنه وشوه.چې يوشمير موټرونو اور واخست.  په دغه بريد کې درې تنه وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي. «اسلامي دولت» ددغه بريد مسئوليت منلی دي.     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی