په ژوندی پڼه خپرونه
    یوه پاکستانی خپله ښخه سوزولی ده

    یوه پاکستانی خپله ښخه له دی کبله چی بی له اجازی د کوره وتلی وه، سوزولی ده

    © REUTERS/ MOHSIN RAZA
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 5101

    په پاکستان کی د محمد صدیق په نامه یو تن د قتل په تور چی خپل پلار سره یو ځای یی خپله ښځه سوزولی ده، نیول شوی دی. په دی هکله خبر د « فرانس پریس خبری اژانس » ورکړی دی. د ۲۵ کلنی شبانه بی بی د سوزولو لامل د میړه د اجازی پرته د کور څخه د باندی وتل په ګوته شوی دی.

    میړه په دی خبر شوی وو، چی د دریو کلونو په اوږدو کی شبانه خپلی خور کره د میړه د اجازی پرته میلمنه تلله، د راستنیدو وروسته محمد صدیق د خپل پلار سره یو ځای ښځه ووهله ، بیا یی تیل ورباندی وشیتدل او اوریی ورواچاوه، چی په پایله کی یی د اپریل د میاشتی په ۱۸ مه نیټه ساه ورکړه.

    دغه پیښه د پنجاب د ایالت د مظفر ګره په سیمه کی رامنځ ته شوی ده، د وژل شوی ښځی ورور وویل، چی له دی مخکی هم شبانه د خپل میړه لخوا د زور زیاتی لاندی له دی کبله، چی اولاد یی نه درلود راغلی وه.

    د سیمی د پولیسو قوماندان خبر ورکړی، چی د پیښی په تړاو دواړه تنه د قتل په تور نیول شوی دی او د قانون له مخی د تروریستی کړنو تور هم ورباندی لګیدلی ځکه دی، چی د څیړنو بهیر ګړندی او قضیه زر تر زره محکمی ته وسپارل شی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی