په ژوندی پڼه خپرونه
    د شانګهای ټولنی او ملګرو ملتونو په افغانستان کی د حالاتو په هکله د معلوماتو د راکړی ورکړی بهیر یی ګړندی کړی دی

    د شانګهای ټولنی او ملګرو ملتونو په افغانستان کی د حالاتو په هکله د معلوماتو د راکړی ورکړی بهیر یی ګړندی کړی دی

    © Photo/ Shanghai Cooperation Organisation
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 1301

    په تاشکند کی د دوشنبی په ورځ د شانګهای د سیمیزی ټولنی د تروریستی ضد کمیټی او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د هیت غړو په افغانستان کی د تروریزم سره د کډی مبارزی په چوکاټ کی د حالاتو په هکله معلومات یو بل سره شریک کړل. په دی هکله خبر د شانګهای د سیمیزی ټولنی د اړونده کمیټی لخوا ورکړل شوی دی.

    « په غونډه کی ومنل شوه چی خواوی به په افغانستان کی د تروریریستی ډلو ټپلو په تړاو او د هغوی د ملاتړ کوونکو په هکله په ځانګړی توګه په سرحدی سیمو کی د معلوماتو د راټولولو او یو بل سره یی د شریکولو بهیر ګړندی کړی». د دغو څرګندونو سر بیره د شانګهای د سیمیزی ټولنی د تروریستی ضد کمیټی مشر جان سین فین د ملګرو ملتونو د امنیت شورا استازو ته د شانګهای د سیمیزی ټولنی د تروریستی ضد کمیټی د ګډو همکاریو او د هغه ګامونو د پورته کولو په هکله چی د تروریستی موخو لپاره د کمپیوټری تکنالوژی څخه د کار اخستلو مخنیوی کوی ، هم معلومات ورکړل.

     د شانګهای د ټولنی غړی هیوادونه قزاقستان، چین، قرغستان، روسیه تاجکستان او ازبکستان، د دغی ټولنی څارونکی هیوادونه افغانستان، ایران، هند، منګولیا او پاکستان، د خبرو او د دیالوګ هیوادونه بیلاروسیه، شریلانکا او ترکیه ده. د شانګهای د سیمیزی ټولنی د تروریستی ضد کمیټه په ۲۰۰۴ زیږدیز — کال کی جوړه شوی او دفتر یی په تاشکند کی ځای پر ځای شوی دی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی