په ژوندی پڼه خپرونه
    iپه طرابلس کې د اسپانياپه سفارت کې چاودنې

    «اسلامي دولت» په طرابلس کې د اسپانياپه سفارت کې د چاودنې مسئوليت پر غاړه اخستی دي

    © AFP 2016/ Mahmud Turkia
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 4511

    دليبيا په پلازمېني طرابلس کې داسپانيا په سفارت کې دچاودنې مسئوليت د «اسلامي دولت» ترهګرۍ ډلې پر غاړه اخستی دي. دامطلب فرانسپرس اژانس د ټولنيزو شبکوله قوله، چې اسلامپالوددې موضوع په اړه څرګندونې کړي دي، ورکړی دي.

    لکه چې مخکې خبر ورکړل شوی وو،  ددوشنبی په مازديګر په طرابلس کې داسپانیا سفارت ودانۍ ته څيرمه چاودنه وشوه. په دغه چاودنه کې چاته زيان نه دی اوښتی.

    «د اسلامي دولت ،وسله والو کسانو داسپانيا دسفارت ديوال سره چاودېدونکې توکې ښخ کړي وو. چې دچاودنې په نتيجه کې پخپله دسفارت، اوشاوخوا نورو ودانيو ته زيان اوښتی دي.»دامطلب اژانس ته ځائي چارواکوڅرګند کړی ده.

    لکه چې مخکې خبر ورکړل شوی وو، اسپانيا تيرکال دطرابلس څخه دخپل سفارت کارکوونکې، دبې امنيتۍ له کبله وايستل.

      په ۲۰۱۴ زیږدیز- لمریز کال کی د « اسلامی دولت » پراختیا یوه مهمه نړیواله ستونزه وه، په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کی د « اسلامی دولت » جنګیالیو د عراق او سوریی ډیری سیمی  تر خپلی ولکی لاندې راوستی دی، د امریکا د متحده ایالاتو د استخباراتو د اداری د راپور له مخی ویل کیږی چه، دغه ډله تر ۳۰ زرو تنو پوری وسله وال لری او په نیول شوو سیمو کی د خپل حکومت د « خلافت » اعلان کړی دی. د « اسلامی دولت » پر ضد د مبارزی متحده جبهه نشته، د عراق او سوریی د دولتونو وسله وال پوځ د یادی ډلی پرضد جنګیږی، د امریکا په مشری د نړیوال ایتلاف ځواکونه  یواځی هوایی بمباری کوی، د عراق او د سوریی کوردان هم په کی برخه لری. د دغو جګړو په اوږدو کی په زرګونو تنه ولسی وګړی له مینځه تللی، په سلکونو زره تنه کډوال شوی او ډیر نور هم د « اسلامی دولت » ډلی لخوا یرغمل نیول شوی دی.

     

     

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی