په ژوندی پڼه خپرونه
    په لیبیا کی چاودنه وشوه

    په لیبیا کی د اسپانیا د سفارت سره چاودنه وشوه

    © AP Photo/ Hani Mohammed
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 5811

    د چاودنی په پایله کی هیڅ څوک هم وژل شوی نه دی او ودانی ته ډیر لږ زیان رسیدلی دی. په دی هکله خبر د اسپانیا رسنیو ورکړی دی.

    د سی شنبی په ورځ د لیبیا په پلازمینه طرابلس کی د اسپانیا د سفارت د ودانی سره چاودنه وشوه، په پیښه کی چا ته د سر زیان اوښتی نه دی ، سفارت ودانی ته هم ډیر زیان رسیدلی نه دی. په دی هکله خبر د دی هیواد د بهرنیو چارو وزارت ورکړی دی.

    د تیر کال د جولای په میاشت کی اسپانیا په لیبیا کی د خپل سفارت څخه خپل ډیر دیپلوماتان راوویستل او په شمار څو تنه کارکوونکی یی پریښودل ، دا چی چاودنه دشپی پر مهال تر سره شوی نو د سفارت په ودانی کی هیڅ څوک هم نه وو.

    د لیبیا د تلویزیون د خبرونو له مخی ویل کیږی، چی د دغی چاودنی پړه د « اسلامی دولت » ډلی په غاړه اخشتی ده.

    د ویلو وړه ده، چی په وروستیو ورځو کی په لیبیا کی د جنوبی کوریا او مراکو د سفارتونو پر ضد هم تروریستی بریدونه تر سره شوی دی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی