په ژوندی پڼه خپرونه
    سرچینه: اروپایی ټولنه به د روسیی پر وګړو د لګیدلو بندیزونو موده له بحثه پرته اوږده کړی

    دروسيي ولسي جرګه داروپائي اتحادئي دسفيرانو سره دمتقابلو بنډېزونو دلغوه کولو په اړه خبري کوي

    © Flickr/ Giampaolo Squarcina
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 3701

    دروسيي او اروپائي اتحادئي ترمنځ دمتقابلو بنديزونو دلغوه کولو په اړه خبري اتري به دتړلو دروازو شاته، داروپائي اتحادئي دسفيرانو او دولسي جرګي(دوما» دبهرنيو اړېکو دکميتي دمشر الکسيي پوشکوف ترمنځ ترسره سي. دامطلب «ايزويستيا» ورځپاڼي ورکړی دي.

    سفيرانوته عين، دمارچ په مياشت کې بلنه ورکړل شوی وه،  خو هغه وخت دوی دګډون څخه ډډه وکړه. اويواځي  دقبرس سفير ګيورګيس کاسولېدس په دغه غونډه کې ګډون وکړ، اوس په روسيه کې داروپائي اتحادئي داستازي ويګاوداس اوشاڅکاسا په نوښت وړانديز وشو، چې داروپائي اتحادئي دسفيرانو او وکيلانو ترمڼځ دټړلو دروازو شاته پر دغو امکاناتو(دمتقابلو بنديزونودلغوه کولو) يو ځل بيا غور وکړي، ديري اروپائی هېوادونو په غونډه کې ګډون منلی دي.

    ددې ترڅنګ په غونډه کې به دهغو کسانو په اړه چې ددواړو غاړو له خوا، داوکراين دکړکيچ په تړاو، په تور نوملړ کې دي، پرېکړه کيږي او ددې امکان شته ، لغوه سي.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی