په ژوندی پڼه خپرونه
    روحاني

    روحاني: ديمن پر ضد دسعودي عربستان جګړه، ددغه هېواد دسياست د ماتي په نتيجه کې رامنځ ته شوي ده

    © Sputnik/ Alexei Nikolskiy
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 1301

    دیمن پرضد دسعودي عربستان جګړه په سوريه، عراق، اولبنان کې ددغه هيواد د سياسي ماتې له کبله رامنځ ته شوي ده. دامطلب دايران ولسمشر حسن روحاني، اندونيزيا ته تر سفر مخکې ژورنالستانو ته څرګند کړی دي.

    « دالرياض هيلې په عراق، سوريي، لبنان اوشمالي افريقا هېوادونوکې په حقيقت بدلې نه شوې اواوس غواړي دا په يوبل هيواد کې دبمباريو پواسطه جبران کړي». فرانسپرس اژانس دايران دولسمشر له قوله دا خبر ورکړ.

    روحانې زياته کړه، «سعودي عربستان چې دخبلې ناکامۍ له کبله انډول له لاسه ورکړی دي، دخپل بهرني سياسي موخو دلاسته راوړلو له کبله ناکامي هڅي کوي، او له دې کبله ټوله سيمه دبې ثباتی پرلور بيائي » ده زياته کړه ديمن دبدبخت هيواد اقتصادي شبکې ئي له منځه وړي، ماشومان، ښځې او نران له منځه وړي، سعودي عربستان خپل انډول له لاسه ورکړي او خپله ناکامي په يمن کې جبرانوي.» 

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی