په ژوندی پڼه خپرونه
    علي عبد الله صالح

    ديمن پخوانی ولسمشر دهيواد نه وتلی ،اوويل کيږي امريکا ته تللی دي

    © Sputnik/ Anton Denisov
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 6301

    ديمن پخوانی ولسمشرعلي عبدالله صالح له هيواد څخه وتلی دي، او امکان لري دامريکا متحده ايالاتو ته تللی وې. دامطلب نن د «العربيه»تلويزوني چينل څرګند کړی دي.

    دغه تلويزيونې چينل، دسعودي عربستان — الرياض ديولوړ پوړي چارواکې له قوله وائي، « صالح په رښتيا هم له يمن څخه وتلی اوپه دې اړه رسمي خبربه ډير ژر اعلان سي».

    څه موده مخکې صالح ويلي وو،  چې ددرملنې دپاره امريکا ته ځي، خو ده ونه ويل چې کله به متحده ايالاتو ته ځي.

    تراوسه پورې واشنګټن ، امريکا ته دصالح په ورتګ رسمي تبصره نه ده کړې، اوددې ترڅنګ دائي هم نه دي ويلي چې ديمن پخواني ولسمشر دامريکا د تګ ويزه اخستی ده کنه.

    پخوا داسي رپوټونه ورکړل شوی وو، چې صالح نيت درلود، يمن څخه جيبوتي ته لاړ سي، خو ددغه هيواد چارواکو الوتکې ته چې پخوانی ولسمشر پکې سپور و، په هوائي ډګرکې  دکښيناستو اجاز ورنکړل. څو ورځي مخکې صالح ديوبيان په ترځ کې ويلي و، چې نه غواړي هېواد خوشي کړي    

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی