په ژوندی پڼه خپرونه
    جنرال دئيويد پيتروس

    په امريکا کې محکمي د (سي ای ای) پخوانۍ مدير، په افغانستان کې دپټواسنادو په افشا کولوکې ګرم پيژندل شوی دي

    © AFP 2016/ Frederic J. BROWN
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 5611

    دامريکا متحده ايالاتو محکمي دپنجشنبي په ورځ د «سي اي اي » پر پخوانۍ مشر جنرال دئيويد پيتروس، حکم صادر کړی دي. نوموړۍ په دې تورن دي چې محرم اسناد ئي دخپلې معشوقي په واک کې ورکړي دي.

    پيتروس په ۲۰۱۲ کال کې وروسته له هغه استعفا وړاندې کړه، چې دڅيړنې (تحقيقاتو) فدرالې ادارې ته جوته شوه چې نوموړی دنيويارک ټايمز ژورنالستي پائولا برادوئل سره پټي جنسي اړېکې لري.
    د ۲۰۱۵ کال دجنوري په مياشت کې پر دئيويد پيتروس جنائي تورونه ولګول شوه: دتحقيق کوونکو په خبره ، نوموړي پائولا برادوئل ته خپله بيوګرافى، ژوند ليك ځیني سندونه چې دافغانستان دپيښو سره ئي تړاو درلود، ورکړي دي. داسي ويل کيږي چې په دغو اسنادو کې دپټو مامورينو نومونه ، دپوځي فعاليتونو استراتيژي او دپيتروس اوبارک اوباما ترمنځ دخبرو اترو ځيني ټکې شامل دي.
    د مارچ په مياشت کې پيتروس تحقيق کوونکو ته ومنل چې دمحرمو اسنادو سره ئي بې غوري کړی ده او دعدالت کميسيون څخه ئي محنيوی کړی دي.
    داسي ويل کيږي چې ده ته دمحکمي تحقيق کوونکو د يوکال بند سزا اورولې ده ، خودمحکمي په اسنادو (دوسيه) کې څارنوال پيتروس ته ددوکلونو بند سزا غوښتي وه ، اوتر څنګ ئي بايد ۴۰ زره ډالره جريمه پرې کړي دامطلب اسوشيتيد پرس ازانس ور کړی دي.
    .پيتروس تر ۳۵ کالو زيات وخت دامريکا متحده ايالاتو په اردو کې خدمت کړی دي. دی ځلور ستاره يي جنرال دي. په افغانستان کې دامريکا او ناټو ځواکونو قومانداني دده په غاړه وه، نوموړي په عراق اوپاکستان برسيره ،منحني اسيا، عربي ټاپووزمه، مصر، او دمنځني ختيځ په نورو هيوادونو کې دنده اجرا کړی ده. په2011-2012 کلونو کې د (سي اي اي) مشر وو.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی