په ژوندی پڼه خپرونه
    RTتلويزوني کانال

    دروسيي دبهرنيو چارو وزارت د RT څخه مننه وکړه ، چې له يمن څخه ئي دامريکائي وګړو په ايستلو کې مرسته کړی ده

    © Sputnik/ Iliya Pitalev
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 5211

    دروسيي دبهرنيو چارو وزارت رسمي استازی الکسندر لوکاشيويچ د RT دتلويزيونې چينل څخه مننه څرګنده کړه، چې ديمن دجنګ ځپلې سېمې څخه ئي دشلو تنو امريکائي وګړوپه ايستلو «تخليه»کې مرسته کړی ده

    « دامريکائي اتباعو دایستلو په ارتباط غواړم ووايم چې په دې اړه د Russia Today فعال اوتخنيکې رول ، او ددغه کانال سره ملګرې دلې د فعاليت له کبله دزړه له کومې مننه کوم.» دامطلب الکسندر لوکاشيويچ څرګند کړ.

    د RT تلويزوني کانال په ډيره فعاله توګه ديمن دپیښو په اړه خبرونه خپاره کړل، ددې ترڅنګ دغه کانال له دغه هيواد څخه دبهرنيو وګړو او ملکي کسانو دايستلو په اړه معلومات او خبرونه هم وخت پر وخت خپرول. ددغه تلويزيوني کانال سره مرکه کوونکو دخپلو خرابو شرايطوپه اړه خبري کولي ، اوويل به ئي چې ددوی سره هيڅوک مرسته نه کوي اوبايد منتظر ونه اوسۍ. که څه هم په يمن کې سخته جګړه روانه وه.   دامريکامتحده ايالاتو، له يمن څخه دخپلو اتباعو دایستلو پلان نه درلود.

    د RT تلويزوني کانال په صنعا کې دروسيي سفارت ته دامريکائي وګړو په اړه معلومات ورکړل..داپريل پر ۲۲ نيټه په پلازمينه کې ۳۰ تنه امريکائيان راټول شول،  خوتراوسه پورې  د RT په مرسته دامريکا ۲۰ تنه وګړي له يمن څخه جيپوتي ته ليږدول شوي دي. ددوی سره د RT خبريالان هم ملګرۍ دي.

     

    ,.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی