په ژوندی پڼه خپرونه
    بحرين

    دمصر دسمندري ځواکونو بيړۍ، په بحرين کې په تطبيقاتو کې ګډون کوي

    © Sputnik/ Valeriy Levchenko
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 2401

    دمصر پوځي بيړۍ او ښکاري الوتکې دبحرين سره ګډ پوځي تطبيقات، ترسره کوي. دغه تطبيقات په شاهي هيواد کې د «احمد-۱» په نامه اجراکيږي . دامطلب دچهارشنبی په ورځ دبحرين خبري اژانس ورکړی دي.

    لکه چې ويل کيږي، دبحرين ددفاعي چارو لوی قوماندان خلیفه بن احمد آل خلیفه ، مصري ځواکونو ته چې بحرين ته دتطبيقاتو په موخه راغلي دي دښه راغلاست ويلو په ترځ کې وويل  «  ددوه اړخېزه پوځي همکاريو په چوکاټ کې پوځي تطبيقات ترسره کيږي، چې موخه ئي دمصر دهېواد سره دتاريخي مناسباتو غښتلتيا ده، داد پان عرب دهېوادونو ترمنځ کلکې اړېکې او ګډ همغږي اقدامات دي».

    داد ۲۰۱۲ کال راهیسي دفارس خليج دعربي هيوادونوتر ټولو ستر پوځي تطبيقات دي.    

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی