په ژوندی پڼه خپرونه
    ايتاليا

    دايټاليا پوليسو يوه ټرورستي ډله، چې پرافغانستان اوپاکستان باندې ئي دبريد چمتوالی نيوي ، کشف کړې ده

    © AP Photo/ Luca Bruno
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 2810

    دايټاليا پوليسو ، دترورستي فعاليتونو، دشکمنو کسانو دنيولوپه موخه، په لويه کچه عمليات ترسره کړي دي. داپريل پر ۲۴ نيټه د اتلسو تنو هويت ، چې دترهګرۍ شک پرې کيږي، په ډاګه شو.

    دغه عمليات د ساردینیا په ټاپووزمه، او دايټاليا په نورو اوو ښارونو کې ترسره شول. دامطلب رويټرز اژانس ورکړی دي، ځيني شکمن کسان دايټاليا څخه وتلي دي. اوپراتيفي عمليات دوام لري.

    .دموجودو معلوماتو له مخې، دايټاليا مقاماتو ترورستي ډله موندلې ده، چې د «القاعده» سازمان سره اړېکې لري، او ددوی پلا ن د ا وو، دپاکستان ددولت پر تاسيساتو،  او په افغانستان کې د «ائيتلافي» ځواکونه پر ضد د وسله والو کسانودبريد څخه ملاتړ کوي.ټول شکمن کسان دافغانستان او پاکستان وګړي دي. ددوی په منځ کې د اسامه بن لادن دوه پخوانې ساتونکې هم شته. بن لادن په ۲۰۱۱ کال کې دامريکا دځانګړو جزوتامونو له خوا ووژل سو.

    . ددې ترڅنګ په پاکستان کې دديرو ترهګري بريدونو،  له هغې جملي په ۲۰۰۹ کال کې دپيښور ترهګرۍ حمله، چې تر سل تنه،  زيات کسان پکې ووژل شول،  طراح اوتنظيموونکی هم نيول شوی دي.  

     

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی