په ژوندی پڼه خپرونه
    أبو بكر البغدادي

    رسنۍ: د «اسلامي دولت» وسله والو منلې ده، چې دسازمان مشر البغدادي وژل شوی دي

    © AP Photo/
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 13401

    د«اسلامي دولټ» دسخت دريځې ډلې مشرانو، دعراق په شمال موصل ښارکې دپنجشنبي په ورځ نوې «خليفه» ابو علي العفري ته ، وروسته له هغه چې د ابوبکر البغدادي وژنه تائيد شوه. دوفادارۍ لوړه وکړه. دامطلب دعراق خبري اژانس Waradana ورکړی دي.

    « داسلامي دولت قوماندانانو، دابوبکر البغدادي وژل کېدل تائيد کړي دي. نوموړی دامريکا متحده ايالاتو په هوائي بمباريو کې سخت ټپي شوی دي. دی دسورئي  د (راقا) په ښارکې دخپل معالج ډاکترله لاسه، چې دټپي کېدو وروسته روغتون ته ليږدول شوی وو، مړ شوی دي. دامطلب سرچېنې څرګند کړی دي.  د «اسلامي دولت » دنوی (خليفه) دپاره دوفادارۍ لوړه دتلحفرښار د صدام په لوی جومات کې ترسره شول.»

    الحفري د تلحفر اوسيدونکې او دفزيک ښوونکی و. ددې ترڅنګ ،ده ديني زده کړه هم کړي ده، څه وخت ئي هم د ميني بوس ټکسي کړي ده. په ۹۰ لسېزه کې ئي جهادي ايديالوژي ته مخه کړه، او وعظونه ئي کول. ده دتلحفر په لوی جومات کې دغه کارونه په پټه کوله..په ۲۰۰۴ کال کې دامريکائي اشغال ، اودولت دڅارنې له ويري له خپل ښارڅخه وتښتېد، او د «القاعدي » سره يوځای سو.   

     

     

     


    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی