په ژوندی پڼه خپرونه
    دهند دساحلي ګارد پرسونل

    هند افغانستان ته په هند کې جوړي شوي درې هلېکوپټرې ورکړي

    © AP Photo/ Rafiq Maqbool
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 6201

    هند افغانستان ته درې هرموخيز،هليکوپتري، چې په هند کې جوړي شوي، ورکړي دي.دامطلب دجمعي په ورځ دهند ددفاع دولتي وزير راوايندرجيت سنګهـ څرګند کړی دي.

    « دهند حکومت دافغانستان اسلامي جمهوريت ته، دهند دبهرنيو چارو وزارت سره ديوې موافقي له مخې، درې چيتل (Cheetal  ) هليکوپتري دتجهزاتو اوپالتو سامان الاتو سره، ورکړي دي.»

    هليکوپتري داپريل په نهمه نيټه افغان لورې ته سپارل شوي دي، وروسته له هغه افغان پيلوټانو په دغو چورلکو کې امتحانې الوتنې وکړي، او داپريل په پنځلسمه نيټه دخدمت دپاره چمتو شوي.

    د Cheetal  چورلکه ـ دفرانسي د Cheetah هليکو پترو پرمختللی نمونه ده چې دفرانسي په (لايسنس، اجازه ليك)، د    Aerospatiale SA 315B Lama  چورلکې دهندي کمپنۍ، Hindustan Aeronautics Limited (HAL). له خوا جوړيږي.

    دمګړۍ د HAL په کمپنۍ کې دروسيي په اجازه ليک د Su-30MKI هليکوپترې هم توليديږي.

     

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی