په ژوندی پڼه خپرونه
    نيپال کې زلزله

    په نيپال کې دسختي زلزلې له امله دوژل شويو کسانو شمېر ۱۴۵۰ تنو ته رسيدلی دي

    © AFP 2016/ Prakash Mathema
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 1501

    په نيپال کې دشنبي ورځي دزلزلي دقربانيانو شمېر ۱۴۵۰ تنو ته رسيدلی دي. دامطلب فرانسپرس اژانس دځائي پوليسو له قوله ورکړی دي.

    په مخکنې رپوټونو کې دوژل شوو کسانو شمير ۸۷۶ تنه ښودل شوی وو.

    په نيپال کې زلزله دشنبي په سهار پيښه شوي، ددغې زلزلې کچه د ریختر په کچه اوه اعشاریه نهه ښودل شوې ده. دزلزلې ټکانونه دګرينويچ پروخت 06.11. (11-10دافغانستان) پر وخت رامنځته شوي دي.

    ددغې زلزلې مرکز دکتمندو  شمال —لويديځ ۸۲ کيلومتري ښودل شوی دي د ددغې زلزلې ژوروالی تر ۱۵ کيلومترو پورې وو.

    ددې ترڅنګ په هند کې هم دنيپال دزورورې زلزلې وروسته دزلزلې ټکانونه محسوس شوی دی.په هند کې دزلزلې له امله دلومړنيو معلوماتو له مخې ۳۶ تنه وژل شويدي.دامطلب دهند تلويزوني کانال NDTV ورکړی دي.  

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی