په ژوندی پڼه خپرونه
    يمن

    په يمن کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دپوځي عملياتو په ترځ کې تر سلو تنو پورې کسان وژل شوي دي

    © AP Photo/ Hani Mohammed
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 1601

    په یمن کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، د «حوثي» شيعه ياغيانو، اود اوسني ولسمشر عبد ربه منصور هادی دپلويانو ترمنځ په نښتو، اوديمن په سهيل کې دائيتلاف دهوائي بمباريو په نتيجه کې کې ۹۲ تنه وژل شوي دي.

    دفرانسپرس اژانس دخبر له مخې جګړه او دتوغنديوډزي دعدن په بندري ښار، چې ستر اهمیت لري، اوسلطنة لحج کې روانې وې. دپوځيانو دمعلوماتو له مخې په دغه جګړه کې د «حوثي» ۴۶ وسله وال کسان وژل شويدي.

    پخوا «حوٍثيانو» ديمن په شمال کې ځېني سيمي کنټرولولي، خودکال په پیل کې ئي سخت برېدونه پيل کړل، چې په پائيله کې ئي پلازمېنه صنعا ونيوله، او دهېواد ولسمشر عبد ربه منصور هادی ئي له واکه لرې کړ. دوی په يمن کې دشيعه مذهبي لږکيو دپاره دحکومت په ارګانونو کې دسنيانو په شان برابر حقوق غواړي.

    دسعودي عربستان هوايي ځواکونو د بحرين ، قطر ، کويټ عربي متحده اماراتو، په ملاتړ دمارچ پر ۲۶ نيټه د «پرېکنده توپان » تر نامه لاندې د «انصارالله » دياغيانو پر ضد چې په يمن کې ئي زياته خاوره ولکه کړی ده، عمليات پيل کړل. دعربي اييتلاف سره مصر، اردن، مراکش ، پاکستان اوسوډان هم يو ځای شول. دعملياتو موخه;د (حوثي) او د علی عبدالله صالح پلويان بايد قدرت ولسمشرعبد ربه هادی او دهغه حکومت ته وسپاري، کوم چې دواک څخه ليري شوي دي. ديمن ولسمشر هادي اوس دهيواد نه بهراوسي.

    دسعودي عربستان په مشرۍ عربي اييتلاف دسی شنبي په ماښام دپوځي عملياتو«پرېکنده توپان» دختمېدو اعلان وکړ، آوپه دغه هېواد کې ئي د «هيلو راټوکولو» تر عنوان لاندې عمليات پيل کړل.

    ددغه خوزښت موخه دسياسي بهير بيا راژوندی کول، دترهګرۍ او دحوثيانودپوځي فعاليت پر ضد مبارزه ده.


    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی