په ژوندی پڼه خپرونه
    پوتين

    پوتين دنيپال جمهور رئيس ته دزلزلې له امله خپله خواخوږي څرګنده کړي ده

    © Sputnik/ Mikhail Klementyev
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 1201

    دروسيي جمهور رئيس ولادېمېر پوتين ،خپل نيپالې سیال رام بارانياداوته په دغه هېواد کې دزوروري زلزلې له امله، چې يوشمېر کسان پکې ووژل شول، دخپلې ډاډګېرنې مراتب څرګند کړي دي.

    دکريملين دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې دروسيي دجمهور رئيس د ډاډګېرنې په پيغام کې ددغې وژونکې اوورانونکې زلزلې له امله دوژل شوو کسانو خپلوانوټه ژوره خواخوږي اوډاډګيرنه څرګنده شوی او ټپيانو ته دژر روغتيا هېله شوی ده.ددې ترڅنګ روسيي، زلزله ځپلوسيموته، دژغورنده اوکمکې ټيمونو،د لېږد په چمتوکېدو ټينګار وکړ.

    په نيپال کې زلزله دشنبي په سهار پيښه شوي، ددغې زلزلې کچه د ریختر په کچه اوه اعشاریه نهه ښودل شوې ده. دزلزلې ټکانونه دګرينويچ پروخت 06.11. (10-11دافغانستان) پر وخت رامنځته شوي دي.

    ددغې زلزلې مرکز دکتمندو  شمال —لويديځ ۸۲ کيلومتري ښودل شوی دي د ددغې زلزلې ژوروالی تر ۱۵ کيلومترو پورې وو.
    په دغه زلزله کې ۱۴۵۰تنو ځپل ژوند له لاسه ورکړی دي.   

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی