په ژوندی پڼه خپرونه
    داسپانيا بيرغ

    له اسپانيا څخه ترسلوزیات کسان وتلې، چې د«اسلامي دولت » سره يوځای سي

    © Flickr/ GonchoA
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 1501

    په ټوليزه توګه ۱۱۵ تنه له اسپانيا څخه وتلې، عراق اوسورئي ته تللي، او د«اسلامي دولت» سره يوځای شوي دي . دامطلب دکورنيو چارو وزير خورخه فرناندز دیازڅرګند کړی دي.

    « موږ پوهيږو، چې داسپانيا څخه ۱۱۵ ترهګر دجګړو سيمو ته تللي ،او ۱۴ تنه بیرته راستانه شوي دي. ددوی له جملي څخه ۹ نفره په زندان او ۵ ازاد دي». دامطلب فرناندز دیاز په مادريد کې دتروريزم سره دمبارزي دمرکزونو دمشرانو په پرانستونکې کنفرانس کې چې د۱۹ هيوادونو ترڅنګ د يوروپل، انترپل ، داروپا دامنيت اوهمکارۍ سازمان او اروپايي اتحاديې هم پکې ګډون کړي دي، څرګند کړی دي.  داسپانويانو په منځ کې — ۱۵ ښځې هم شاملې دي.

    داسپانيا دکورنيو چارو وزير وائي« داډول وضعيت چې اوس په ليبيا کې روان دي، په بشپړه توګه دولت له منځه تللی ، ترهګرۍ له کنټروله وتلی، اونوره هم پراختيا مومي ، او مهاجرين اروپا ته دتللو هڅه کوي».

    نو داموږته په ثبوت رسوي، اړېنه ده دخپل کشفي اواستخباراتي ارګانونو څخه ملاتړ وکړو.په اسپانيا کې له ۲۰۰۴ کال راهيسي داسلامپالو پرضد ۱۲۲ عمليات ترسره شويدي. چې ۵۶۶ تنه نيول شويدي. يواځې دسږکال په لومړيو څلورومياشتوکې ۴۲ تنه نيول شويدي، چې دترهګرۍ فعاليتونو شک پرې راځي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی