په ژوندی پڼه خپرونه
    د هند د هوایی ځواکونو یوه « МI-35 » ډوله چورلکه نسکوره شوی ده

    د هند د هوایی ځواکونو « MI-35 » ډوله چورلکه د راجستان په ایالت کی نسکوره شوی ده

    © Sputnik/ Kirill Braga
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 7111

    د هند د وسله وال پوځ د هوایی ځواکونو یوه « MI-35 » ډوله چورلکه د دی هیواد په شمال لویدیځ کی د راجستان په ایالت کی غورځیدلی ده. په دی هکله خبر د « PTI » آژانس د هند د دفاع د چارو وزارت د رسنیز دفتر په حواله ورکړی دی.

    د « ریا نووستی خبری آژانس » خبر ورکوی، چی دغه پیښه د راجستان د ایالت د شریګنګار په سیمه کی پیښه شوی ده، په خبر کی دا هم زیاته شوی چی د چورلکی سره دغه پیښه د هره ورځینی تمرین پر مهال پیښه شوی او د چورلکی عملی ته کوم زیان رسیدلی نه دی.

    د هند هوایی ځواکونو د پیښی د لاملونو د څیړنو په موخه د پلټنو کمیټه جوړه کړی ده، لا تر اوسه د پیښی لامل او د عملی نومونه خپاره شوی نه دی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی