په ژوندی پڼه خپرونه
    د روسیی خلک په دی اند دی، چی د بری د ورځی لمانځنه عادی خلکو لپاره ده نه د بهرنیو هیوادونو د مشرانو لپاره

    د روسیی خلک په دی اند دی، چی د بری د ورځی لمانځنه عادی خلکو لپاره ده نه د بهرنیو هیوادونو د مشرانو لپاره

    © Sputnik/ Ramil Sitdikov
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 5201

    د بری د ورځی لمانځنه د روسیی عادی خلکو لپاره په ځانګړی توګه په جګړه کی د ګډونوالو او ولس د اتلولی د یادونو ژوندی ساتلو په موخه د روسیی خلکو ، متقاعدینو او ځوانانو لپاره ده نه د بهرنیو هیوادونو د مشرانو لپاره، دغه نظر د ټولپوښتنی په پایله کی د روسیی خلکو څرکند کړی دی، هر دوهم روسیی وګړی د روسیی ۴۷ سلنه خلک په دی آند دی.

    ۱۵ سلنه د مای د میاشتی د جشن لمانځنه په جګړه کی د قربانیانو یاد او درناوی ګڼی ، ۱۲ سلنه وایی چی،جګړه کی ګډونوالو ته چی ژوندی دی مبارکی ورکوی، او ۱۱ سلنه پوښتل شوی وایی چی، په ځوانانو کی د وطن پالنی د احساس ژوندی ساتلو په موخه دغه مراسم تر سره کیږی. په روسیه کی په غوځه کچه ډیر خلک ۹۱ سلنه خلک د مای د میاشتی د ۹ می نیټی د جشن د لمانځنی د پرتمینو مراسمو څخه کتنه کوی، له دی جملی څخه ۱۸ سلنه یی په خپلو سترګو او ۷۳ سلنه نور د ټلویزیون د پردو له لاری دغه ځانګړی مراسم څاری. د پوښتل شوو د جملی څخه ۵۸ سلنه خلکو هغه خبراوریدلی، چی د ځینو بهرنیو هیوادونو مشران د مسکو په سره ډګر کی د مای د میاشتی د ۹ می نیټی د بری د ورځی په ویاړ د جشن په مراسمو کی له ګډون څخه انکار کړی دی، په دغو مراسمو کی ۴۲ سلنه خلک په دوهمه نړیواله جګړه کی د ګډونوالو هیوادونو مشرانو شتون ته ارزښت ورکوی او ۵۲ سلنه خلکو لپاره د هغوی شتون هیڅ معنا هم نه لری. د ټولپوښتنی پایلو دا هم وښوده، چی اوسمهال د ستری هیواد ساتونکی جګړی اتلانو ته چی ژوندی پاتی دی، د تیرو پینځو کلونو په پرتله ډیره پاملرنه کیږی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی