په ژوندی پڼه خپرونه
    دروسيي ولسمشر مطبوعاتي دفتر مشر پيسکوف

    پیسکوف:دروسيي اوترکيي اړېکې پراختيا مومي

    © Sputnik/ Alexei Nikolskiy
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 3601

    دروسيي دولسمشر دمطبوعاتي دفتر مشر وويل:ولادېمېر پوتين ته ، دارمنيانو دټولوژني دڅرګندونې په اړه دترکيي دولسمشر طیب اردوغان غبرګون (عکس العمل)، وړاندې سو، او ډاډ ئي څرګند کړ چې ددواړو هېوادونو تر منځ مناسبات به په راتلونکې کې هم پراختيا مومي.

    ده ديوې پوښتني په ځواب کې، چې ايا دآدول څرګندونې به ددواړو هېوادونو په مناسباتو کې سوړوالی رامنځ ته نه کړي، پیسکوف وويل چې دی ډاډمن دي، چې په راتلونکې کې به ددواړو هېوادونو ترمنځ اړېکې وده ومومي.

    «موږ ډير هېله من يو، چې اړېکې به په ارتقائي ډول وده کوي، لکه چې تراوسه پورې ئي دوام موندلی، موږ ډيري ګډي پروژي لرو، چې کار پرې کوو، نو له دې کبله ډيري مسئلي شته، چې بايد سرته ئي ورسوو.»

    مخکې تر دي دروسيي ولسمشر ولادېمېر پوتين د«نړۍ دټولوژنې پرته» دماښامنی غونډې برخه والو ته دمبارکۍ په تلګرام کې د ۱۹۱۵ کال داپريل ۲۴ نيټه «دارمنيانو عام وژنه»  دغم ډکه نيټه ، او د بشر په تاريخ کې دهيبتناکې او ډراماتيکې ورځي په نوم ياده کړې وه،  ددې ترڅنګ دروسيي ولسمشر ايروان ته ولاړ، او دوير په مراسمو کې ئي ګډون وکړ. دروسيي ولسي جرګي (دوما) هم د جمعي په ورځ په خپل يويادښت کې، دارمنيانو دټولوژنې د سلمي کالېزي، اوددې ترڅنګ  په نړيواله لومړۍ جګړه کې دنورو وګړو دوژنې له امله ځپله ډاډګيرنه او خواخوږي څرګند کړی ده.

    اردوغان پخپل وار بيا ويلي دي، چې په دې انديښمن دي چې دا لومړۍ ځل نه دی ،چې روسيه دې پیښي ته «ټولوژنه» وائي.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی