په ژوندی پڼه خپرونه
    شوروی عسکر

    نظرپوښتنه: ددوهمي نړيوالې جګړې دګډون کونکو هيوادونو وګړي، دشوروي اتحاد پر رول نه پوهيږي

    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 9621

    دفرانسي او المان ديري وګړي په دې نظر دي، چې امريکائي عسکرو اروپا دفاشيزم څخه وژغورله دانظر پوښتنه دبرتانوی ICM Research له خوا ترسره شویده.

    نظرپوښتنه: ددوهمي نړيوالې جګړې دګډون کونکو هيوادونو وګړي، دشوروي اتحاد پر رول نه پوهيږي
    © Sputnik/

    دفرانسي اوالمان دهېوادونو وګړي په ترتيب ۶۱ سلنه، او ۵۲ سلنه داسي فکر کوي چې داروپا په ازادي کې اصلي رول امريکائي اردو  لوبولی دي، خو دبرتانيا دوګړو يواځي ۱۶ سلنه ددې سره موافق دي. دبرتانيا دپوښتل شوو کسانو دجملي څخه ۴۶ سلنه وګړي په دې عقېده دي، چې په جګړه کې کلېدي رول برتانيا ترسره کړی دي. خو په ټولېزه توګه په دوهمه نړېواله جګړه کې دامريکا رول مثبت ارزوي،  دبرتانيا، فرانسي، او المان ۴۳ سلنه پوښتل شوي خلګ هم په همدې عقيده دي، چې په دې جګړه کې اساسي رول امريکا لوبولی دي.

    دځواب ويونکو څخه پنځه پوښتني طرح شوي، چې په دغو هېوادونو کې کوم هېواد بری راوړ. شوروي اتحاد، امريکا متحد ايالاتو، «نورو» اوياهم   «ځواب مشکل دي».

    دپوښتل شووکسانو څخه ۱۳ سلنه وګړو وويل، چې داروپا په ازادولو کې دشوروي اتحاد رول ډير مهم وو.  برسيره پردې په دې اړه دنورو هېوادونو په پرتله المان ۱۷ سلنه، فرانسه اته سلنه او په برتانيا کې۱۳ سلنه وګړو، دشوروي رول په دې جګړه کې ترټولو مهم بولي.

    دغه نظر پوښتنه د ۲۰۱۵ کال دمارچ له ۲۰ داپريل تر ۹ نيتي پوري په برتانيا، فرانسه، او المان کې ترسره شوي ده.

    .دمختلفو ارزونو له مخې، شوروي اتحاد داروپا ۵۰ سلنه دپرمختليلو هېوادونو خاوره ازاده کړي ده. روسيي په دغه جګړه کې تر متحدينو زيات تلفات ورکړل. دهغو هيوادونو دنفوسو شمير چې شوروي عسکرو ازاد کړل ۱۲۰ مليون تنو ته ،چې همدانن په ۱۶ خپلواکو هيوادونو کې اوسيږي، رسيږي.اوددې ترڅنګ دشوروي سره اردو، دمتحدينو سره په ګډه نور ۶ هېوادونه خپلواک کړي دي..  

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی