په ژوندی پڼه خپرونه
    سعودي عربستان

    سعودي عربستان هغه کسان چې پر دووايراني زائرانوجنسي تيري کړی ،اعداموي

    © AP Photo/ Khalid Mohammed
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 7301

    دسعودي عربستان د جدې په هوائي ډګرکې پر ايراني زايرانو باندې جنسي تېري کوونکې به په اشد مجازات «اعدام » محکوم سي. دامطلب دايران خبري اژانس «ايسنا» څرګند کړی دي.

    « هغه څه چې دسعودي عربستان د جدي په هوائي ډګر کې پر دغو دووتنو ايرانئ زائرانو دجنسي تيري هڅې شوي دي، په دې اړه دسعودي عربستان عدلي ارګانونه (څارنوالې) خپل تحقيقات بشپړوي. —دامطلب دايران (ايسنا) اژانس دسعودي عربستان دبهرنيو چارو وزارت ديادښت له مځې چې په جده کې دايران کنسلګري ترلاسه کړی ،ورکړی دي.- په سعودي عربستان کې عدلي سيستم په اسلامي اساساتو، شريعت،ولاړ دي او داډول جرمونوته اشد مجازات«اعدام » سزا اورول کيږي» دسعودي عربستان دبهرنيو چارو وزارت همداراز وويل چې دمحکمي په حکم به کنسلګرۍ هم  خبره کړي.

    .دمارچ پر ۲۸ نيټه دجدې په هوائي ډګرکې دسعودي عربستان دملي امنيت ارګان پر دوو ايراني اتباعو چې عمرونه ئي د ۱۴-۱۵ کلونه ترمينځ وه ، او له سعودي عربستان څخه بيرته خپل وطن ته تلل،  جنسي تيري شوی دغې پيښي ايران دير په قهر کړاو سعودي عربستان ته ئي دخپلوالوتکو پروازونه بند کړل.   

     

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی