په ژوندی پڼه خپرونه
    ولادېمېر پوتين

    ولادېمېر پوتين ملګرو ملتونو ته دعمومي بې وسلې کېدا په تړاو دروسيي دونډې يادونه وکړه

    © Sputnik/ Alexei Druzhinin
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 4401

    دروسيي جمهور رئيس ولادېمېر پوتين يو پرانيستي ليک کې چي په نيويارک کې ئي دملګروملتونو مقر«سازمان» ته ليږلی دي، څرګنده کړې ده، چې روسيي دعمومي بې وسلې کېدا په تړاو خپله وڼډه اخستي ده، او په دې تړاو به خپلو هلوځلو ته دوام ورکړي.دامطلب ريانووستي اژانس دلېک دمتن له مخې ورکړی دي.

    روسيه په دومداره توګه ، داتومي وسلو د نه پراختيا تړون ټول مواد عملي کوي، په ځانګړي توګه ۶ ماده. موږ دخپلو هستوي وسلو پوتانسيل تر اقل حد پورې راټیت کړي دي موږ غواړو په دغه استقامت پرمخ ولاړسو اوخپل کارته دوام ورکړو

    ددې ترڅنګ د «سوله يزاټوم»څخه دګټي اخستو انډول اودزره وي وسلو  دنه پراختيا درژيم ټينګوالی بايد دآتومي انرژي دنړيوال اژانس دتضمين شوي سيستم په ګډون عملي سي

    دامطلب دولسمشر په ليک کې ويل شوي دي.

    .ددې ترڅنګ دروسيي ولسمشرپوتين په خپل لېک کې ويلي دي: چې کريملين دټولو ذيعلاقه خواو سره داټومي انرژي په برخه کې  ديو نوي پرمختللي ،خوندي او دومداره سيستم دجوړلو دپاره همکارۍ ته چمتو دي.

    داټومي وسلو دنه خپريدا ټړون دنړيوالې ټولني بنسټيز سیستم دي  داد ټولو هېوادونو حقه حقوق دي چې داتومي انرژي په اړه تحقيقات توليد او ګټه اخستل بايد دسوله يزو موخو دپاره وکاروي په دې اړه هر پنځه کاله يوکنفرانس جوړيږي خو داځل په نيويارک کې جوړيږي.

    دروسيي حمهوررئيس زياته کړه « زه ډاډه يم چې دکنفرانس پر مهال به داتومي وسلو دنه پراختيا دتړون هېوادونه هغه ژمني چې په دې اړه ئي کړي دي تائيدکړي او بې له شکه دادټولې نړۍ دامنيت ، ثبات اوسولې دپاره ډير مهم دي.  

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی