په ژوندی پڼه خپرونه
    د امریکا د متحده ایالاتو دهوایی پوځی ځواکونو « ستراتا ټانکر » الوتکه

    د رادار څخه ورکه شوی د امریکا د هوایی پوځی ځواکونو الوتکه په بریتانیا کیناسته

    © AP Photo/ Axel Seidemann
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 9801

    د امریکا د متحده ایالاتو دهوایی پوځی ځواکونو « ستراتا ټانکر » الوتکه چی بیګاه د « مانش » د کانال په سیمه کی د رادار په څپو کی نه ښګاریده، د بریتانیا په پوځی هډه کی په بریالی توګه ناسته ده.

    د فرانسی په شمال کی د « امیان » ښار څخه بیګاه شپه د ځایی وخت په (۰:۰۵) دقیقو د متحده ایالاتو دهوایی پوځی ځواکونو « ستراتا ټانکر » الوتکه د الوتنی څخه ۱۵ دقیقی وروسته د رادار د څپو ورکه شوه. د لومړنیو خبرونو له مخی ویل کیږی، چی یاده الوتکه په خپل سیستم کی د خرابوالی له کبله د رادار په څپو کی نه ښکاریده او ورګه شوی وه.په دی هکله خبر « ریا نووستی آژانس » د « The Daily Mail » په حواله ورکړی دی.

    ویل کیږی؛ چی یو ساعت وروسته دغه الوتکه د بریتانیا د میندحول په هوایی پوځی هډه کی ناسته ده، په خبر کی دا هم ویل کیږی چی د امریکا د دغه ډول الوتکو سره دا ډول پیښه، لومړنی پیښه نه ده.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی