په ژوندی پڼه خپرونه
    فرګوسن

    دفرګوسن په مظاهرو کې يوتن دډزو له امله ټپي شوی دي

    © AP Photo/ Jeff Roberson
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 4401

    دامريکا متحده ايالاتو دميسوري ايالت په فرګوسن کې دپوليسود بدچلند، زور زیاتی ضد مظاهروکې يوتن دډزو له امله ټپي شوی دي. دامطلب نن د (اس بی سی) کانال ورکړی دي.

    مظاهره کوونکو د چهارشنبي په ماښام په فرګوسن کې ، چېري چې د۲۰۱۴ کال داګست په مياشت کې تورپوستي مايکل براون دپوليسو له خوا ووژل شو. تند  احتجاجيه غبرګون وښود.

    .عيني شاهدان وائي چې دپوليسو سره دمظاهره کونکو وضعيت ډير تند وو، هغوی ئي په ډبرو ويشتل. دمظاهرو پر مهال  دډزو اوازونه تر غوږو شول.چې په پائيله کې يو تن په پښه ټپي شواو روغتون ته وليږدول شو، پوليسوپه دې اړه  تحقيقات پیل کړي دي.

    داپريل پر ۲۷ نيټه په بالتيمور کې په پراخه کچه ګډوډي هغه وخت پيل شوي، چې ۲۵ کلن تورپوستي فريدي ګرايا خاورو ته وسپارل شو.

      نوموړي داپريل پر ۱۲ نيټه دپوليسو له خوا ونيول شو.وروسته له هغه  دپولیسو دماموريت څخه دامبولانس پواسطه روغتون ته وليږدول شو. هلته دی بې هوشه و. چې په پائيله کې داپريل پر ۱۹ مړشو.

      دځائي رسنيو دمعلوماتو له مخې دی دپوليسو له خوا سخت وهل شوی وو، غاړه اوستون فقرات ئي مات شوي وو.

    په دې ورستيو وختو کې دامريکا په متحده ايالاتو کې زياتي ناارامي، اوګډوډي، دپوليسو دزورزياتي له امله رامنځ ته  کيږي       

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی