په ژوندی پڼه خپرونه
    سعودی بادشاہ

    دسعودي عربستان پاچا ددولتي ارګانونو په رهبرۍ کې يولړ تغييرات راوستي دي

    © AP Photo/ SPA
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 4801

    دسعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزيز دهيواد په دولتي ارګانونوکې په لويه کچه ديولړبدلونونواعلان وکړ. خو په لومړۍ قدم کې د خپل ځايناستي په اړه . دپاچا دفرمان په اړه معلومات"العربیه". تلويزيون ورکړی دي.

    ددغه  فرمان له مخې شاهزاده مقرن بن عبدالعزیزخپله ولي عهدي (ځای ناستی) له لاسه ورکوي، اوپرځای ئي محمد بن نايف چې مخکې دکورنيو چارو وزيراو دشاهزاده مرستيال و، ټاکل شوی دي. دسعودي عربستان پاچا دکورنيو چارو وزارت ته خپل ځوي محمد بن سلمان، چې ددفاع وزير ، آوپه عين حال کې په يمن کې ډ «پرېکنده توپان » دعملياتو قوماندان و، نومولی دي.

    .برسيره پردې  شاهزاده سعود الفیصل په خپله خوښه استعفا وړاندې کړی ده. دغه ۷۵ کلن شاهزاده تجربه لرونکې ديپلومات و، چې ۴۰ کاله ئي دسعودي پاچاهي دبهرنيو چارو په وزارت کې کار کړی دي. ددې ترڅنګ سعود الفیصل  دسياست څخه نه دی لري شوي، بلکې دی به په بهرني سياست کې دپاچا دځانګړي استازی او دسلاکار په توګه دنده تر سر کوي.

    ديادونې وړده، چې دبهرنيو چارو دوزارت څوکۍ ته، په امريکا متحده ايالاتو کې دسعودي عربستان سفيرعادل ال جوبير ټاکل شوی دي نوموړي د «پريکنده ټوپان » دعملياتو پیل کيدل اعلان کړي و.

    يوه بله ډيره مهمه ټاکنه چې دسعودي عربستان دپاچا په فرمان کې راغلی ده هغه دتيلو دشرکت درئيس بدلېدل دي.  خالد بن عبدالعزیز الفالح د علي النعيمي پر ځاي دارامکو دتيلو ددولتي شرکت درئيس په توګه  ټاکل شوی دي ، خو النعيمي دعربستان دتيلو دوزير په توګه خپله څوکۍ ساتلی ده.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی