په ژوندی پڼه خپرونه
    ولادېمېر پوتين

    پوتين دنړيوال پلاوي سره لېده کاته کوي

    © Sputnik/ Alexei Druzhinin
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 1701

    دروسيي ولسمشر ولادېمېر پوتين دچهارشنبي په ورځ د«پخواني سياستوالودګروپ» سره لېده کاته کوي. دغو کسانو پخوا پخپلو هېوادونو اونړېوالو سازمانونو کې ستري دندې اجرا کړي دي.

    دريانووستي اژانس دخبر سره سم ددغو«پخواني مشرانو» ګروپ ، دنيلسن مانديلا په نوښت په ۲۰۰۷ کال کې جوړشو. په دغه ګروپ کې ۱۲ کسان دي. ددغې ډلې شپږ تنه به روسيي ته دخپل درې ورځني سفر په لړ کې، په  نړيوالو مهمو موضوعاتو لکه منځني ختيځ، د ترهګرۍ سره مبارزه، په ملګرو ملتونو کې اصلاحات، او يولړ نورو مسئلو خبري وکړي. او په دې اړه به دخپل هم صحبتی نظر معلوم کړي. داروسيي ته ددغو سپين ږيرو لومړۍ سفردي. ددغه پلاوي مشرۍ دملګرو ملتونو پخوانۍ سرمنشي کوفي عنان کوي. ددې برسيره په دغه پلاوي کې دفنلند پخواني جمهوررئيس مارتی آهتیساری، دالجزاير دبهرنيو چارو پخوانۍ وزير لخدر ابراهيمي، دناروي پخواني صدراعظم  گرو هارلم برونتلان، دامريکا متحد ايالاتواو مکسيکو پخوانې ولسمشران جيمي کارتر اوارنستو سيدلي شامل دي. د «پخواني سياستوالو » پلاوي دسی شنبي په ورځ دروسيي دبهرنيو چارو له وزير سرګي لوروف سره وکتل.

    لوروف دغه پلاوي ته وړانديز وکړ چې دنړۍ دبيلابيلو مسئلو په اړه دروسيي ددريځ ارزونه وکړي  

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی