په ژوندی پڼه خپرونه
    د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیری

    امریکا، ایران څخه غوښتی چی په یمن کی د سولی د خبرو بهیر ته د حوثیانو په شاملولو کی مرسته وکړی

    © Sputnik/ Alexander Maximenko
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 5501

    امریکا متحده ایلاتو ایران څخه غوښتنه کړی چی په یمن کی د حوثیانو سره ښی اړیکی په جګړو کی د ښکیلو خووا تر مینځ د سولی په موخه وکاروی.په دی هکله خبر د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ورکړی دی.

    د « ریتر » خبری آژانس د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کی د سرچینی په حواله خبر ورکوی چی، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیری د خپل ایرانی سیال محمد جواد ظریف سره په نیویورک کی د کتنی پر مهال دغه غوښتنه کړی ده، کیری له دی مخکی ویلی وو چی، هوډ لری په سیمه کی د زور د چلولو کچه را ټیټه او د خبرو بهیر چی د هیوادونو ګټی په کی خوندی وی، پیل کړی. په دی هکله د یمن د بهرنیو چارو وزیر ریاض یاسین مخکی خبر ورکړی وو، چی د هادی حکومت حوثیانو سره خبرو ته په دی شرط چمتو دی، چی د دوی مشر مالک الحوثی او حوثیانو اصلی متحد پخوانی ولسمشر علی عبدالله صالح به د خبرو په بهیر کی برخه نه اخلی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی