په ژوندی پڼه خپرونه
    احتجاج کوونکې

    نيويارک د بالتېمورداحتجاجيه مظاهرو څخه ملاتړ کړی ډي

    © REUTERS/ Stephen Lam
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 3101

    په نيويارک کې هم خلګ لارو اوکوڅو ته راوتلې اود هغو احتجاجي مظاهرو او ميټنګونو څخه ئي خپل ملاتړ څرګند کړی، چې له څو ورځو راهيسي د بالتيمور په ښارکې روانې دي. په بالتيمور کې احتجاجيه مظاهري او لاريونونه هغه وخت پیل شول، چې ۲۵ کلن ټورپوستی فريدې ګريا خاوروته وسپارل شو.

    ددنيويارک پوليس، هغه کسان چې عامه نظم خرابوي، دنيولو هڅې پيل کړی دي. دنيويارک د منهتن په سيمه کې دچهارشنبي په مازديګر  په زرګونه خلک راټول شول. ددغې پيښي په اړه معلومات دټولنيزو شبکوله لارې خپاره شول، وروسته له هغه قهر وړيو مظاهره کوونکو چې پوسترونه ئي له ځان سره لېږدول، خپل لاريون ته دوام ورکړ. په پوسترونو کې ليکل شوي وو« د تورپوستانو ژوند اهميت لري». مظاهره کوونکو هغه شعارونه هم ورکول ، چې دتيرکال دژمي په پیل کې ئي ورکړي وو.په نيويارک کې احتجاحيه مظاهرې په سوله ايزه فضا کې پیل شويدي.دنيويارک پوليسي ځواکونوپاڼې ښندلي او له احتجاج کونکو څخه ئي غوښتي دي، چې عامه نظم مراعات کړي، تر څو ونه نيول سي. پوليس هڅه کوي چې سړکونه بند نه سي، او مظاهره کونکې ئي دلويو واټونو څخه، پليو لارو ته استولې دي. ځو کله چې مظاهر کوونکو دترافيک لاري بندې کړي، پوليسو ،دوی دعامه نظم دخرابولو په تور ونيول. ځائي رسنۍ وائي چې په لسګونه تنه نيول شوي دي، خو پوليسو په دې اړه معلومات نه دی ورکړی. 

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی