په ژوندی پڼه خپرونه
    Rafaleدفرانسي جټ جنګې الوتکې

    قطر دفرانسي څخه د Rafale جنګې الوتکو دپيرودلو موافقه لاسليکوي

    © Sputnik/ Grigori Sisoev
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 5301

    دفرانسي کمپنۍ Dassault دقطر هيواد ته د۳۶ Rafale جنګې الوتکو د ورکړي په اړه، دموافقي دلاسلېکولو دپاره چمتوالی نيسي..

    « دغه موافقه به په نږدې راتلونکې کې لاسلېک سي» دامطلب د فرانسپرس اژانس، دخبرو اترو دنږدې سرچېنې له قوله ورکړی دي. ددغه اژانس په خبره دغه موافقه دقطر او فرانسي ترمنځ ، له ډېرو اوږدو خبرو اترو وروسته لاسلېکيږي.

    داسي ويل کيږي چې ټولټال  ۲۴ ښکاري او ۱۲ اضافي جنګې الوتکې به قطر ته ورکړل سي.

    تر دې مخکې داپريل په مياشت کې فرانسي له هند سره ورته معامله لاسليک کړي ده، چې ترمخې به ئي ۳۶ الوتکې هند لورې ته ورکوي.  د Dassault Rafale يا "Squall") — فرانسوي څو موخيز(ښکاري،تالنده، جنګې) دڅلورم نسل الوتکې دي، چې دفرانسي د Dassault Aviation کمپنۍ له خوا جوړيږي. ددغو الوتکو لومړۍ پرواز په ۱۹۸۶ کال کې ترسره سو، دغه الوتکې په ۲۰۰۴-۲۰۰۵ کلونو کې دفرانسي په سمندري او ځمکنې پوځ کې شاملې شوې.دغو الوتکو دلومړۍ ځل دپاره په ۲۰۰۷ کال کې په افغانستان کې په پوځي فعاليتونوکې برخه اخيستی ده.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی