په ژوندی پڼه خپرونه
    روسيي دبهرنيو چارو وزارت

    مسکوپه افغانستان کې دترهګرو له خوا دبې ګناه افغانانانو وژنه په کلکه غندي

    © Flickr/ Harry Popoff
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 1901

    مسکو دافغانستان په کندوز ولايت کې دورستيو نااراميو له کبله په انديښنه کې ده، او دسخت دريځو فعاليتونه ، چې له کبله ئي امنيتي ځواکونو اوملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتی ده، په کلکو ټکو غندي. دامطلب دروسيي دبهرنيو چارو وزارت څرګند کړی دي.

    روسيه دافغانستان په شمال کې، دمنځني اسيا دهېوادونو سره پر پوله دامنيتي وضعيت خرابيدل له پامه لرې نه دی غورځولي اوهغه څاري.

    «په ځانګړي توګه دکندز په ولايت کې چې دتاجکستان سره پر پوله پروت دي دوسله والو ترهګرو بريدونه زموږ دانديښنې وړ دي، چې دولايت په يوشمير ولسواليو کې پردولتي سيمه ايزو  ادارې واحدونو ترسره شول.»دامطلب دبهرنيو چارو وزارت په يادښت کې راغلی دي.

    روسيه هېله منه ده، چې په دغه سيمه کې ثبات اوامنيت ټينګ سي. او ډاد څرګندوي چې دهيوادمشرتابه په دې اړه لازم تدبيرونه ونيسي ، تر څو دملکي کسانو دمرګ ژوبلې څخه مخنيوی شوی وې.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی