په ژوندی پڼه خپرونه
    په بغداد کې بمي چاودنې

    په عراق کې ديو لړ ترهګري برېدونوله امله ۱۵ تنه وژل شوي دي

    © AP Photo/ Karim Kadim
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 2001

    دعراق په پلازمينه بغداد کې ديولړ ترهګري بريدونو له امله ۱۶ تنه وژل شوي او ۴۴ تنه نورکسان ټپيان شوي دي. دامطلب داسوشيتيد پرس اژانس دځائي چارواکو له قوله ورکړی دي.

    دغه ټولې موټر بم چاودنې وې، چې دبغداد په بيلابيلو سيمو کې ترسره شوي دي.

    .دموټر بم تر ټولو خونړۍ چاودنه دبغداد په لويديځ دمنصور په سيمه کې شوې ده، چې اوسيدونکې ئي اکثريت سني مسلمانان دي. په دغه موټر بم چاودنه کې ۵ تنه وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپيان شوي دي.

    دموټر بم بله چاودنه دبغداد په شمال د الحريه په سيمه کې چې اکثريت ېي شيعه توکمې دي، شوی ده. چې ۴ تنه وژل شوي، او ۱۴ تنه نور ټپيان شوي دي. ددې ترڅنګ دبغداد په ختيځ کې ددوموټر بمي چاودونو له امله اوه تنه وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان شوي دي. تراوسه پورې هيچا ددغو برېدونو مسئوليت پر غاړه نه دی اخستی.  

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی