په ژوندی پڼه خپرونه
    جنګي الوتکې

    په افغانستان کې دالمان په بمباريو کې دوژل شوو کسانوخپلوانو ته تاوان ورنه کړل سو

    © Photo/ theaviationist.com
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 2201

    هغه هوائي بمبارۍ چې الماني ډګروال ګيورکلين ترسره کړې، ۱۰۰ تنه پکې ووژل شول، چې ډيري دغه کسان ملکي وګړي وو.

    دامريکا متحده ايالاتو هوائي الوتکو د ۲۰۰۹ کال دسيبتمبر پر ۴ نيټه دطالبانو له خواغلا شوو دتيلو پردوو ټانکرونو چې ترځمکې لاندي ئي پټ کړي وو بمبارۍ وکړه. کلين وائي ددې خطر موجود و، چې ددغو ټانکرونو څخه دترهګرۍ موخو دپاره استفاده وسي.

    دالمان دکلن په بهير کې په هوائي بمباريو کې دوژل شوو کسانو ، دوو خپلوانو دالمان ددولت څخه دتاوان غوښتنه وکړه.

    پلار چې په دغه پيښه کې ئي دوه زامن له لاسه ورکړې، د۴۰۰ زره يورو غوښتنه وکړه اود ۶ ماشومانو مور چې ميړه ئي له لاسه ورکړ،د ۵۰ زره يورو غوښتنه کړي وه،.المان تراوسه د ۹۰ وژل شوو ځپلوانو ، هر يوه ته ۵۰۰۰ زره ډالره ورکړي دي.

    .خو دقربانيانو دخپلوانو غوښتني دالمان محکمي رد کړي. محکمه استدلال کوي کلين په دې نه پوهيده چې دتيلو دټانکرونو سره ملکي وګړي دي. برسیره پردې نوموړي دپلان شوي بمبارۍ په اړه خلګو ته دخبرتيا ټول اړين تدابير نيولي و. دقربانيانو مدافع وکيلانو ويلي و کچيري محکمه ددوی په ګټه فيصله ونه کړي دوی به لوړې محکمي ته مراجعه وکړي.  

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی