په ژوندی پڼه خپرونه
    يمن

    ديمن څخه تر ۱۲ زره زيات کډوال سومالي او جيبوتي ته رسېدلې دي

    © REUTERS/ Khaled Abdullah
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 1201

    له يمن څخه سومالي او جيبوتي ته تر ۱۲زره زيات کډوال رسيدلي دي.دامطلب د جمعي په ورځ دکډوالو بين المللي اژانس رسمي استازي جويل ميلمان څر ګند کړی دي.دی وائي:

    « په یمن کې تاوتريخوالي او کړکيچ ديری خلګ دې ته اړايستلي دي، چې دبيړيو پواسطه دافريقا ښاخ ددريمي نړۍ هيوادونو ته کډوال سي، اوس ديمن ۱۲ زره تنه جيبوتي او سومالي ته کډه شوي دي».

    دکډوالودبين المللي اژانس دمعلوماتو پر اساس له يمن څخه جيبوتي ته ۸،۹ زره تنه کډوال شوي دي، چې نيمائي ئي یعني ۴،۷زره تنوته ددريمي نړۍ دهيوادونو تابعيت ورکړل شوی دي.

    په سومالي کې ديمن دکډوالو شمير ۳۴۱۰ تنو ته رسيږي.

    دسعودي عربستان هوايي ځواکونو د بحرين، قطر، کويټ عربي متحده اماراتو، په ملاتړ دمارچ پر ۲۶ نيټه د «پرېکنده توپان » تر نامه لاندې د «انصارالله » دياغيانو پر ضد چې په يمن کې ئي زياته خاوره ولکه کړی ده ، عمليات پيل کړل. دعربي اييتلاف سره مصر ، اردن مراکش ،پاکستان اوسوډان هم يو ځای شول. دعملياتو موخه;د (حوثي) او د علی عبدالله صالح پلويان بايد قدرت ولسمشرعبد ربه هادی او دهغه حکومت ته وسپاري کوم چې دواک څخه ليري شوي دي. ديمن ولسمشر هادي اوس دهيواد نه بهراوسي.

    دکډوالو بين المللي اژانس وائي داپريل تر ورستيو پورې په دغه هېواد کې ۱۲۴۴ تنه وژل شوي، ۵۰۴۴ تنه ټپيان شوي دي، ۳۳۴ زره تنه بې ځايه شوي او ۲۵۴ زره تنه مهاجر شوي دي.

     

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی