په ژوندی پڼه خپرونه
    ولاديمير پوتين

    پوتين روسانو ته د مي د لومړۍ ورځي مبارکي وويله

    © Sputnik/ Alexei Druzhinin
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 3201

    دروسيي ولسمشر ولاديمير پوتين د «کار قهرمان» مډال ورکولو په مراسمو کې روسانو ته دمي دلومړۍ ورځي مبارکي ورکړه.

    « نن ډيره ښه ،ښکلی او جشني ورځ ده — دمي لومړۍ ورځ.
    موږټل ددې ورځي اوجشن په اړه خبري کوو، ، دپسرلي اوکار دجشن په باب.
    ايا ترکار نورڅه ښه شته، کچيري زموږپه زړه برابروي؟ اجازه راکړي ستاسو په استازيتوب، نه يواځي هغو کسانو ته چې دلته په سالون کي راغوڼد شوي ،او مډالونه ورکړل شول، بلکې دکارټولو خلکو، اوټولوهغو ته چې زموږ دهيواد په پرمختګ او غښتلتيا کې برخه اخلي مبارکي ووايم ».
    په روسيه کې نن دجمعي په ورځ دپسرلې او کار جشن لمانځل کيږي.
    .په دغه ورځ دټولنيز کار او عدالت په موخه ډله يزي مظاهري، غونډي او ميټنګونه او ددې ترڅنګ ولسي جشنوزمه فيستوالونه اوکنسرتونه اجراکيږي. دغه جشن په روسيه، امريکا، داروپا په يوشمير هېوادونو، افريقا، لاتينه امريکا او اسيا کې دمي پر لومړۍ نيټه لمانځل کيږي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی