په ژوندی پڼه خپرونه
    اسلامي دولت

    « اسلامي دولت» ديمن په سهيل کې ۱۵ سرتيري اعدام کړي دي

    © AP Photo/ File
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 3001

    د «اسلامي دولت » ترهګرې ډلې د۱۵ تنوداعدام ويډو په انترنيټ کې خپره کړه چې پوځي جامي ئي په تن نه وې.

    دريانووستي اژانس دخبر له مخې اسلامي دولت وائي چې اعدام شوي کسان ديمن سرتيري وو، او ديمن په سهيل د شبوه په ولايت کې اعدام شوي دي.
    په ۲۰۱۴ زیږدیز- لمریز کال کی د « اسلامی دولت » پراختیا یوه مهمه نړیواله ستونزه وه ، په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کی د « اسلامی دولت » جنګیالیو د عراق او سوریی ډیری سیمی تر خپلی ولکی راوستی دی، د امریکا د متحده ایالاتو د استخباراتو د اداری د راپور له مخی ویل کیږی چه ، دغه ډله تر ۳۰ زرو تنو پوری وسله وال لری او په نیول شوو سیمو کی د خپل حکومت د « خلافت » اعلان کړی دی. د « اسلامی دولت » پر ضد د مبارزی متحده جبهه نشته ، د عراق او سوریی د دولتونو وسله وال پوځ د یادی ډلی پرضد جنګیږی، د امریکا په مشری د نړیوال ایتلاف ځواکونه یواځی هوایی بمباری کوی، د عراق او د سوریی کردان هم په کی برخه لری. د دغو جګړو په اوږدو کی په زرګونو تنه ولسی وګړی له مینځه تللی ، په سلکونو زره تنه کډوال شوی او ډیر نور هم د « اسلامی دولت » ډلی لخوا یرغمل نیول شوی دی..

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی