په ژوندی پڼه خپرونه
    قطر

    افغان پلاوی د«طالبانو» سره دخبرو اترو په موخه قطر ته ولاړ

    © Photo/ Christian Senger
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 4501

    افغاني پلاوي قطر ته روان شوی، ترڅو دطالبانودسخت دريز غورځنګ سره په هېواد کې دجګړيزو فعاليتونو دختمولو پر امکاناتو خبري اتري وکړي. دامطلب د رويترز اژانس، دسولې دعالي شورا داستازي له قوله ورکړی دي.

    په دغه پلاوی کې ۲۰ تنه شامل دي، اوتمه کيږي ددوشنبي په شپه به دطالبانو داستازو سره په خبرو اترو کې برخه واخلي. دامطلب دسولي دعالي شورا مرستيال عطالله لودين څرګند کړی دي.
    د «طالبانو» دغورځنګ استازو هم داخبره منلي ده چې په قطر کې به په نږدې راتلونکې ورځو کې خبري اتري پیل سي.
    داسي ويل کيږي چې دپاکستان رسمي استازي هم دخبرو دپاره قطر ته ځي. دافغانستان په خاوره کې سخت دريځه «طالبان» فعاليت کوي.
    افغان امنيتي ځواکونه ټل د«طالبانو» پر وړاندې ځانګړي پوځي عمليات تر سره کوي. په دغو نښتو کې ملکي وګړوته درانده تلفات اوړي.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی