په ژوندی پڼه خپرونه
    په بالتېمور کې ترپنځوس زيات کسان نيول شوي دي

    په بالتېمور کې ترپنځوس زيات کسان نيول شوي دي

    © AFP 2016/ Eduardo Munoz Alvarez
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 4201

    دبالتيمور پوليسو تر پنځوسو زيات کسان د احتجاجيه مظاهرو په لړ کې نيولي دي. دغه مظاهري دافريقاېي الاصله امريکاېي فرېدي ګريا دوژلوپه تور د۶ تورونو پوليسو په اړه دڅارنوالي دفيصلي وروسته پیل شوي.

    اسوشيتيد پرس اژانس دځايي پوليس خورد ضابط جيرون جکسون له قوله وايي، چې پوليسو ۵۳ تنه نيولي دي ،اوله هغې جملي ئي ۱۵ تنه د ګرځبنديزدنه مراعاتولوپه خاطر نيولې دي.
    مخکې رپوټونه ورکړل شوي وو، چې په زرګونه مظاهره کوونکې د (راتوشي) ښارپه پارک کې سره راغونډ شوي وو، خو دګرځبنديز داعلان څخه لس دقيقي وروسته پوليس دمظاهره کوونکو پر لورحرکت پيل کړ.
    افريقايي الاصله امريکايي فرېدې ګري داپريل پر ۱۲ په بالتيمور کې دپوليسو له خوا ونيول شو خو تر ديرشو دقيقو وروسته روغتون ته وليږدول شو.او په روغتون کې تر يوې اونۍ وروسته مړ شو.
    څارنوالي دګيري په قضيه کې د۶ نيول شوو پوليسو په اړه جرمي دوسيه ترتيب کړه. د فورګان دپوليسو مشر چې پوليس ئي په دغو عملياتو کې ښکيل ول، دڅارنوالي په خبره، تورپوستي سخت ټپي کړی دي اودهغه دوژلو نيت ئي درلود. دڅارنوالانو په خبره
    موټر چلونکې چې تورپوستي پکې سپور و، ددې نيت درلود موتر داسي وچلوي چې ده (تورپوستي)ته جسمي زيان ورسوي.
    او نور پولیسان په ناقصدي قتل تورن دي، چې په ګريا ئي حمله کړي اونيولی دي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی