په ژوندی پڼه خپرونه
    دروسيي دجمهوررئيس ددفتر مشر سرګي ايوانوف .

    ايوانوف: روسيه دلويديځ سره په نړيوالو ستونزوکې همکارۍ ته چمتو ده

    © Sputnik/ Iliya Pitalev
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 5101

    روسيه دلويديځوهمکارانو سره دترهګرۍ او دټولو وژنې وسلو پرضد همکاريو ترڅنګ دسيمه یزو لانجو دغوڅولو دلارو چارو دمندلو دپاره چمتو ده دامطلب دروسيي دجمهوررئيس ددفتر مشر سرګي ايوانوف څرګند کړی دي.

    « روسيه ددغو ټولو ستونزو دحلولو په موځه فعاله ونډه اخلي، نو له دې کبله مو ږ دامريکا متحده ايالاتو،او لويديځه اروپاسره دبنسټيزو اصولو په چوکاټ کې ددغو ستونزو په هوارۍ کې همکاريو ته چمتو يو.او موږ هيکله تغيير نه کوواو په راتلونکې کې به هم دخپلو شريکانو سره په ګډه کار کوو.کچيري هغوي ته دپخوا په څير دعلاقي وړ وي»دامطلب ايوانوف د RT تلويزيون سره په مرکه کې څرګند کړ.
    تر دې مخکي دروسيي دبهرنيو چارو وزير سرګي لوروف ویلي و، مسکو دلويديځ سره دسړو مناسباتو غوښتونکې نه ده اوعلاقه ورسره نه لري او نه غواړې دبحران په حالت کې دلويديخ سره داډول اړېکو ته دوام ورکړي. ددې تر څنګ دروسيي ولسمشر ولادېمېر پوتين هم پخپل وار ویلي وو، چې دلويديځ سره دښومناسباتو درغولو اساسي شرط دروسيي ګټو ته درناوی کول دي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی