په ژوندی پڼه خپرونه
    «اسلامي دولت» دعراق په شمال کې پنځوس ملکي کسان اعدام کړي دي

    «اسلامي دولت» دعراق په شمال کې پنځوس ملکي کسان اعدام کړي دي

    © REUTERS/ Social media via Reuters TV
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 6701

    د «اسلامي دولت» سخت دريځو دجمعي په ورځ دعراق په شمال کې تر ۵۰ تنه زيات کسان اعدام کړي دي.دامطلب اسپانوي ځپلواک اژانس EFE د پوليسو او امنيت ارګان له قوله ورکړی دي.

    دکردستان دملي اتحاد يو مشراوقهار ياف داژانس سره په مرکه کې ويلي دي، وسله والو کسانو نيول شوي کسان پر سر په ګوليو ويشتلي اووژلي دي.
    دغه پيښه دموصل —لويدېځ پنځوس کيلومتري د «تلحفر» په سيمه کې رامنځته شوي ده.
    په ۲۰۱۴ زیږدیز- لمریز کال کی د « اسلامی دولت » پراختیا یوه مهمه نړیواله ستونزه وه، په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کی د « اسلامی دولت » جنګیالیو د عراق او سوریی ډیری سیمی تر خپلی ولکی راوستی دی ، د امریکا د متحده ایالاتو د استخباراتو د اداری د راپور له مخی ویل کیږی چه ، دغه ډله تر ۳۰ زرو تنو پوری وسله وال لری او په نیول شوو سیمو کی د خپل حکومت د « خلافت » اعلان کړی دی. د « اسلامی دولت » پر ضد د مبارزی متحده جبهه نشته ، د عراق او سوریی د دولتونو وسله وال پوځ د یادی ډلی پرضد جنګیږی ، د امریکا په مشری د نړیوال ایتلاف ځواکونه یواځی هوایی بمباری کوی ، د عراق او د سوریی کوردان هم په کی برخه لری. د دغو جګړو په اوږدو کی په زرګونو تنه ولسی وګړی له مینځه تللی ، په سلکونو زره تنه کډوال شوی او ډیر نور هم د « اسلامی دولت » ډلی لخوا یرغمل نیول شوی دی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی