په ژوندی پڼه خپرونه
    «اسلامي دولت » دايزديانو ۳۰۰ يرغمل اعدام کړي دي

    «اسلامي دولت » دايزديانو ۳۰۰ يرغمل اعدام کړي دي

    © REUTERS/ Social media via Reuters TV
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 1501

    «اسلامي دولت» دعراق په شمال کې ديزديانو ۳۰۰تنه يرغمل اعدام کړي دي. دامطلب بی بی سي ديزدي مذهبه فرقې ګوند له قوله ورکړی دي.

    دعراق يزدي مذهبه ګوندويلي دي چې اعدام د جمعي په ورځ دموصل شمال د تلحفر په ښار کې تر سره شوی دي.
    تردې مخکې پوليسو او استخباراتي ارګانونو ويلي ووچې په همدغه ځای کې اسلامي دولت ۵۰ تنه یرغمل پر سر په ګوليو ويشتلي اووژلي دي.ايزديان کردي مذهبي اقليتونه دي، چې دعراق په شمال او اروپائي هېوادونو کې ژوند کوي. ددوی نفوس د ۱-۲ مليونو په شاوخوا کې اټکل شوی دي اسلامي دولت دوی «کافران» بولي.

    ايزديان وائي چې داسلامي دولت سره ددوی ۳۰۰۰ تنه يرغمل دي، چې زياتره ئي ښځې دي. داپريل په مياشت کې «اسلامي دولت » دوه سوه تنه آيزديان خوشي کړل په دوی کې اکثرا زاړه خلګ او ناروغان ول.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی